د ښځو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو وجهی صندوق یونیفم - UNIFEM
د ښځو پرمختګ د ټولو پرمختګ
یونیفم په ملګرو ملتونو کی د ښځو وجهی صندوق دی. دغه پانګه نوښتی پروګرامونو او ستراتژیو ته مالی او تخنیکی مرسته برابر وی څو د ښځو توانمندی او د جنسیت برابری بهترکړای شي.
د دولت د همغږۍ د هغو له لارې، د ملګرو ملتونو د نورو ایجنسیو او نا دولتی شریکانو سره د افغانستان د یونیفم مرام دا دی، چی د ښځو لپاره امکانات زیات کړی تر څو چی پراختیا په یوه ډیره د برابری او پآیښت لرونکی پروسی باندی بدله کړي.
د افغانستان ښځو وضعیت
نفوس
د افغانستان د نفوسو ۴۸.۹ فیصده ښځه دي.
سیاسی برخه اخیستنه
ښځي د ملی شورا ۲۷ فیصده جوړوی (۶۸ څوکۍ د ولسی جرګی له ۲۴۹ څوکیو څخه او ۲۳ د مشرانو جرګی له ۱۰۲ څو کیوڅخه).
ښځی د ولایتی شوراګانو له ۴۲۰ څوکیو څخه ۱۲۱ څوکۍ په واک کی لري.
ښځی د ټولو ملکی مامورینو۲۶ فیصده جوړوي.
د هغو ښځو شمیر چی د ټول تاکنو لپاره چی نومونه لیکلی وو په ۴۱.۵ فیصدو څخه په ۲۰۰۴ کی ۴۴ فیصدو ته په ۲۰۰۵ کی زیات شو.
خو بیاهم:
د کابینې یوازی یوه غړی ښځینه ده.
پوره شمیر ښځو شتون نه درلود چی د ولایتی انتخاباتو ۱۲۴ونډه پوره کړی او دا لازمه شوه چی نارینه و ته ورکړای شوی وای.
په 2004 کال:
په ۳۷ فیصدو افغانانو باور درلود چی ښځی د رای ورکولو لپاره د خلپلو نارینه خپلوان اجازی ته اړتیا لری.
۳۵ فیصده ښځو باور درلود چی دوی به د رای ورکولو اجازه ونه لرې.
۱۸ فیصده نارینه دا منله چی دوی به ښځی پری نږدی چی رایه ورکړی.
د کار په ځواک کی برخه اخیستنه
فیصده د کرنی کارکوونکی ښځینه دی.
ښځی له ۵۰ تر ۶۰ فیصدو د نارینه و د سلو فیصدو په مقایسه مزد تر لاسه کوي.
په کابل کی څه نا څه ۵۰۰۰۰ د جنګ کونډی دی چی په منځنې توکه د ۶ تنو ډوډۍ خورو اړتیاوی پوره کوي.
د عدل په سکتور کی ونډه اخیستنه
د افغانستان د ښځینه قاضیانو ټولنه په ۲۰۰۳ کی جوړه شو او همدارنګه د افغانی ښځو د قانون دانانو او متخصصیونو یوه ټولنه شتون لري.
د افغانستان د ۱۵۴۷ برحاله قاضیانو له ډلي څخه یوازی ۶۲ یی ښځینه دي.
له ۱۲۴۱ مدافع وکیلانو څخه ۷۶ یا ۶.۱ فیصده یی ښځینه دي.
له 546 څارنوالانو څخه 35 یا 6.4% ښځینه دي.
د ستری محکمی په عالی شوراکی هیڅ یوه ښځینه غړی نشته.
د کورنی او د اطفال د دیوانونو رئیسانی ښځینه دی.
د امنیت په خدمتونو کی برخه اخیستل
ښځی د پولیسو او اردو په خدمتونو کی تر یو فیصده کم مامورین لری.
په افغانستان کی یوازی ۲۳۳ ښځینه پولیسانی دی.
د افغانستان په ملی اردو کی ۲۵۹ ښځی دی. چی د کابو ۴۳۰۰۰ پوځی کارمندانو ۰.۶ فیصده ده.
د سولی په راوستلوکی برخه اخیستل
د ښځو د چارو وزارت له خوا په ټول افغانستان کی د ښځو ۱۱۲۱ شوراګانی جوړی شوی دی چی ټولی 56535 ښځي د ښځو په دغو شوراګانو کی ونده لری.
روغتیا
د ښځو او د زیږون د روغتیا څانګه په ۲۰۰۳ کال کې د عامی روغتیا په وزارت کې جوړه شوه .
د روغتیا یی خدمتونو اساسی بستو ته انکشاف ورکړای شو چې په کې د زیږون چتکی پاملرنی برخه شامله ده .
خو له دی سره:
په هرو ۲۹ دقیقو کې یوه میرمن د ماشوم د زیږون پرمهال مړه کیږي ( ۱۶۰۰)څخه تر ۱۹۰۰ پورې په هرو سلوزرو ژوندینو زیږیدونو کې ، چې دا په نړی کې د مور د مړینی تر ټولو ستره دو همه لوړه مړینه ده).
یوا ځی ۱۴،۳ په سلوکې زیږونو کې ماهری قابلی حضور لری او یواځی ۱۲ په سلوکې ښځی د زیږون تر مخه مسلکی پاملرنې څخه برخمنی کیږی.
د محل په اړوند د ۳۰٪ څخه تر ۹۰ په سلو کی ښځې په کلیوالو سیموکې روغتیایی پاملرنې ته رسیدنه نه لرې.
ښځې په منځنۍ کچه ۶.۶ ماشومان لرې.
په افغانستان کې د ښځو لپاره د ژوند منځنېۍ اندازه ۴۴ کالونه ده.
د ۵۰۰۰۰ افغانانو څخه په سلوکې ۸۳ یې د توبرکلوز له آمله هرکالی مري چې هغه هم ښځې دي.
۴۸ فیصده ښځی په بدن کی د اوسپنی د لږی اندازی سره مخامخی دی.
زده کړه
د ښځو لپاره د سواد اټکل شوې اندازه په سلو کې د ۱۵،۸ پورې ده (د نارینه وؤ لپاره ۳۱په سلو کې ده).
په ابتدایې ښځوونځیو کی د هلکانو شمیر د نجونو په مقایسه دوه چنده دي.
یواځی په سلو کې ۱۹ ښوونځې د نجونو لپاره ځانګري شوي دي.
په ۲۹ فیصدو ولسوالیو کې د نجولپاره هیڅ ښونځي نشته.
یواځې د څلور و څخه یوی برخه د ښونکو څخه ښځې دي.
په لومړنۍ کچه یواځې یوه نجلې زده کو نکی د هردوؤ هلکانو په مقابل کی.
په منځنې ښوونځیو کی د هر ۵ تر ۶ هلکانو په مقایسه د نجو شیمر یوه تن ته رسیږی.
په منځینو ښوونځیو کې د نجونو شمیره د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کالونو په جریان کې په هرکال کی ۴،۷ فیصده په سلوکې را پریو تله.
واده
د افغانی کورنیو په مشرتوب کی یواځی ۲،۲ په سلو کې ښځې دي.
په افغانستان کې ښځې د ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې د اجباری واده سره مخ دي.
د ښځو ۵۷ په سلو کې د ۱۶ کالونو د واده د قانونې عمر څخه وړاندې واده کیږي.
د راپورشوو طلاقونو شمیره په ۲۰۰۵ کال کې د ۱۴ په ۲۰۰۶ کال کې ۱۵۸ ته پورته شوه.
جنسی او جنیستی خشونت
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۰۶ کال د جنسی او جنیستي تیری او خشونت پیښې ۱۶۵۱ ثبت کړې دي.
۵۵۸ د شدید و هلو قضیي
۲۱۳ د اجباری واده قضیي
۱۰۶د ځان سوځولو پیښې
۵۰ د قتل پیښی
۴۱د نجونو د تبادلې پیښې
۳۴ د جبری زنا پیښې
د ښځو چارو وزارت په ۲۰۰۶ کال کې د جنسی او جنیستی خشونت ۱۹۵۳ پیښی ثبتې کړې دي.
۶۱۲ د اجباری واده پیښې.
۲۵۰ د وهلو پیښي.
۶۰ د قتل پیښې.
۴۴ د ځان سوځولو پیښې.
۳۱ د جنسی تجاوز (جبری زنا) پیښې.




UNIFEM