د ښځو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو وجهی صندوق یونیفم - UNIFEM

« back

د افغانستان دولت دښځو لپاره تعهداتو

د بن تړون د کال ۲۰۰۱ د دسمبر د میاشتی په پنځمه کی لاس لیک شو

دی تړون کی ژمنه شوی وه چی پراخ بنسټه حکومت چی د ښځو او نارینو حقونه وساتی او احترام ورته وکړی، څو قومی وي او په بشپره توګه نماینده حکومت وي.

Back to top

 

دافغانستان اساسی قانون

د کال ۲۰۰۴ جنوری په څلورمه منظور شو د دی قانون په ۲۲، ۴۴،۵۴ مادو کی راغلی

د افغانستان اتباع ښځی او نارینه د قانون په وراندی مساوی حقوق او وجایب لری.

Back to top

 

د افغانستان تړون

د کال ۲۰۰۶ د جنوری د میاشتی په ۳۱ او د خبروری پړلومړی ورځ لاس لیک شو.

معیارونه: حکومت کول، د قانون حاکمیت اودبشری حقونه (د کال ۲۰۱۰ په پای کي: په افغانستان د ښځو لپآره د عمل ملی پلان په بشپره توګه به تطبیق شوی وی افغانستان په انتخابی او انتقالی ټولو موسساتو کی د ښځو برخه اخیسته او همدارنګه په دولتی ماموریتونو کی به دغه برخه د اخیسته پیاوری شي).
د افغانستان د تل پاتی ظرفیت جوړونه او د هم یواتمرین دولت او مدنی ټولنی جوړونه او له ځانګری ټوګه د بشری قابلیتونو لوړول پدی ډول نارینو و او ښځو په اړوند یو شان وی.
پدی باندی پوهیدل چی پّ ټولو پالیسو او پروګرامونو کی ښځی او نارینه یو سان حقوق او مسولیتونه لری).

Back to top

 

د افغانستان (موقته) پراختیایې ستراتیژی

د جنوری په ۳۱ او د فبروری په لومړی ۲۰۰۶ ورځ لاری ته ورکول شوه. عام شموله موضوعات ۱: د جنیست تساوی، د حکومت هدف دادی چی د ښځو په مقابل کی تبعیض ته پای ورکړی، د هغو انسانی پانګو ته وده او د هغوی لیداشت ته لوړوالی ورکړی پدی موخه چی افغانستان په ټولو چارواکی د هغوی شمیر او تساوی برخه اخیسته تامین شی. د ښځو په مقابل کی د خشونت د له منځه وړلو کمیسیون (بین الوزراتی) د کال ۲۰۰۵ دا ریزه د میاشتی په ۲۴ لاس لیک شو. په ملی سطحه د ښځو په مقابل کی د خشونت د له منځه وړلو د عمل او پاکی څخه نکات وشی او هغوی ته ځون ورکړی. د ښځو په مقابل کی د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون

د کال ۲۰۰۳ د مارچ د میاشتی په پنځمه تصویب شو.
( دیو هیواد بشپړ او سوکاله وده ، د نړۍ هوسیایې او رناو او د سولی دا لیمر په ټولو ډګرونو کی د ښځو د

مساوی برخی اخیستنی تامین).
۱. د افغانستان پراختیایې ملی ستراتیژی د جنسیت د ملی حل په ۱۸ موار دو کې بیان شویدي.

Back to top

 

د زریزی د هدفونو وده

افغانستان ۱۹۱ دولت دی چی په کال ۲۰۰۴ کی بی د زریزی اعلامیه لاس لیک کړ: دوهم، دریم، څلورم او پنځم هدف د دی پخاطر چی لومړنی زده کړی عام شی، د جنسیت تساوی ته وده ورکول، ښځو ته قدرت ورکول د کوچینیانو د مړینو لږول او د مورد د روغتیا ته ښه والی ورکول.

Back to top

 

په زوره او د کوچیانو د ودونو د له منځه وړلو پروتوکول

د کال ۲۰۰۴ د نومبر په ۲۴ کی لاس لیک شو. د دی هدف دا دی چی تر کال ۲۰۰۸ پوری د کوچینیانو او جبری ودونه پاتیه ورسیږی).

Back to top

 

د ښځو په وړاند د تشدد د له منځه وړلو کمیسیون (بین الوزارتی)

د ۲۰۰۳ کال د جولای په ۹ نیټه منځ ته راغلی.
د دی دنده دا ده چې د ښځو په وړاندی د تشدد د له منځه وړلو د عمل پالیسی د هیواد په کچه همغږی کړي.

Back to top

 

د ښځو په وړاند د ټولو تبعیضی د له منځه وړلو کنوانسیون

د ۲۰۰۳ کال د مارچ په ۳ نیټه تصویب شویده.
"د یو هیواد بشپړ پراختیا، د نړۍ سوکالی او د سولی علت دا غواړی چې ښځی د نارینه و سره په ټولو عرصو کی برابره ونډه واخلی.

Back to top

 

د یونیفم افغانستان لپاره پروگرامونه

جنډر او عدالت

حاکميت او د سولی ارتقا ته د جندر شمولیت.
عدالت ته د ښځو زیات لاس رسی په خاص ډول په کلیوالو سیموکی:
د یوی امتحانی پروژی ملاتړ چی په ۶ ولایتونو کی حقوقی سلا مشوری او مرستی برابروی.
د پارلمان غړیو او د قانون د اصلاحاتو د کاری ډلو لپاره د تخنیکی همکاری له طریقه د حقوقی اصلاحاتو ملاتړ.
د جڼدر د مسایلو له لحاظه د افغانستان د قوانینو مرور او بررسی.
د اجباری او ماشومانو د ودونو د مخنيوي په اړوند د یوه پروتوکول د جوړولو لپاره د اسانتیاوو برابرول.
د وکالت، څیړنو، د پالیسی د وړاندیزونو، د ښځو پر ضد توتریخوالی د ابتدائی ډیټابیس او د قانون د اصلاحاتو له طریقه: د ښځو د حقونو، برابری او د خشونت په وړاندی د هغوی ساتنه.
د خشونت د ښځینه قربانیانو یا د خطر په معرض کی د واقع ښځو لپاره د ساتنی د میکانیزمونو لکه د خوندی کورونو او ارجاعی مرکزونو څخه ملاتړ.
د تبعیض امیزه قوانینو او پالیسی ګانو د اصلاحاتو لپاره د لایحی جوړول.
په ستره محکمه کی د ښځو د داخلیدو په اړوند ملاتړ.
د ښځینه پارلماني غړو، ولایتی شوراګانو د غړو او د مدنی ټولنی د استازیو د ظرفیتونو جوړول.

Back to top

 

د ټولنی پیاوړتیا او اقتصادی پراختیا CEED

د CEED واحد د هیواد په کچه په ۶ ولایتونو کی د ښځو د اقتصادی مصونیت ملاتړ کوی. د ۲۰۰۳ کال راهیسی نږدی ۱۲،۶۶۰ ښځو او نجونو د یو شمیر پروژو څخه ګټه پورته کړی.

څه نا څه ۶۰۰ ښځی او نجونی په روانی- ټولنیزو کورسونو کی برخه اخلی او په هغو لارو چارو تمرکز کوی تر څو د هغوي سره مرسته وکړی کومي چی د جګرو له امله له ذهنی ټکان سره لاس او ګریوان شويدی.
څه نا ۱۳۸۸ ښځو او نجونو د کمپیوتر او انګلیسی ژبی په پروګرامونو کی ګډون کړیدی.
څه نا څه ۱۱۰۰ ښځی د ماشومانو د ادبیاتو، روغتیا او حفظ الصحی په برخو کی روزنی ترلاسه کړیدی.
څه ناڅه ۴۷۹۶ ښځی د زده کړی د روغتیا او د حقونو د پوهاوی په برخو کی روزل شویدی.
څه نا څه ۱۰۶۰ ښځی د زده کړی د صحت (روغتیایی) او حقوقی مشورو د مسایلو په برخه کی روزل شویدی.
څه نا څه ۸۹۵ ښځو د کوچنی سوداګری د موسساتو څخه پور ترلاسه کړي.
څه نا څه ۵۵۰ ښځو د مرغانو د روزلو او روغتیائی حفظ الصحی په برخه کی روزنی تر لاسه کړیدی.
څه نا څه ۱۳۸۱ ښځو د حرفوی روزنو او د عایداتو د راټولو د فعالیتونو په برخه کی روزنی ترلاسه کړیدی.
څه نا څه ۸۰۰ ښځو د ظرفیتونو د جوړولو په برخه کی روزنی ترلاسه کړیدی.
څه نا څه ۹۰ ښځو د مدنی حقونو د زده کړی په برخه کی روزنی لیدلی دی.
د دی روزنو زیاتره برخه د یونیفم په ملاتړ د ښځو د انکشاف په مرکزونو (WDCs) او د داخلی بی ځایه شویو کسانو په مرکزونو کی ترسره شویدی. دا مرکزونه د ښځو د یوځای کیدنی او راغونډوپخاطر خوندی ځایونه برابروی تر څو هغوی وکولای شی خپله پوهه شریکه کړی اود هغوی د سوکالی او معیشیت د ښه کولو په موخه بیلا بیلو مهارتونو ته ارتقا ورکړی.

Back to top

 

د موسساتی ظرفیت جوړول

د ښځو د چارو د وزارت د موسساتی ظرفیت جوړول د یوه مخکښه وزارت په حیث او د حکومت په کچه د جڼدر د مسایلو جوړول. د ښځو د چارو د وزارت د پلان د ریاست د کارکونکو لپاره د تخنیکی ملاتړ برابرول او همدارنګه د وزیر او

د وزیر د مرستیالانو لپاره د پالیسی په اړوند د مشورو برابرول.
د ملت جوړولود بیاروغونی او اصلاحاتو لکه د اساسی قانون د لوی جرګی د پروسی، د ښځو په وړاندی د خشونت له منځه وړل یا د جڼدر او د قانون د کاری ډلو د جورولو له طریقه د ښځو په وړاند د ټولو تبعیضی د له منځه وړلو

کنوانسیون CEDAW د کاری قوی مدافعه او تبلیغ.
د هیواد د ښځو لپاره د عمل د یوه ملی پلان د نظارت تطبیق او جوړولو په هکله تخنیکی ملاتړ او همدارنګه د افغانستان په ملی پر اختیائی ستراتیژی کی د جنډر د مسایلو په اصلی مسیر کی راوړل او د افغانستان تړون لیک د معیارونو پلی کول.

Back to top

 

Languages

View this page in
English | دري (Dari) | پښتو (Pashto)

Download the PDF:
English | دري (Dari) | پښتو (Pashto)

Contents

unifemUNIFEM is the women’s fund at the United Nations. It provides financial and technical assistance to innovative programmes and strategies that promote women's human rights, political participation and economic security worldwide.
UNIFEM International »